خبرونهنړۍ

درېیم تعقیب؛ مالاوي کې کې ورکه شوې الوتکه پیدا او په کې سپاره کسان مړه شوي

نړۍ، د غبرګولي ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ختیځې افریقې د مالاوي هېواد ولسمشر لازارس چاکویرا خبر ورکړی، چې د مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما لېږدونکې الوتکه چې پرون دوشنبې نادرکه شوې وه، پیدا او په کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.
دغې الوتکه کې د مرستیال ولسمشر او د هېواد پخوانۍ لومړۍ مېرمنې په ګډون لس کسان سپاره وه، چې پرون له رادار څخه بهر او نادرکه شوه.
ولسمشر خبري کنفرانس ته ویلي، چې الوتکه دفاع وزارت پورې اړه درلوده او د خرابې هوا له امله یې په چکنګوا ځنګل کې سقوط کړی دی.
ولسمشر لازارس چاکویرا خپل مرستیال یو صادقه او ښه سړی بللی او د هغه په مړینه یې خواشیني ښودلې ده.
د یادونې وړ ده، چې موده وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبدالهیان هم د هلیکوپټر د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند بایللی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته