سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

درېیمه نړۍ واله جګړه؛ نښې نښانې یې بیخي زیاتې شوې دي

تبصره:

په تېر ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې افریقایي هېوادونو کې واړه او غټ بدلونونو، اوکراین کې د جګړې دوام او منځني ختیځ کې د جګړې د نوي فصل پیل، په کوریا ټاپو وزمه کې د ناندریو زور، د تایوان او چین ترمنځ د اړو دوړو زیاتوالي او په نړۍ کې نورو سیاسي او پوځي کړکېچونو ته په کتو ښکاري، چې ځینې هېوادونه چې ځان د نړۍ ابر قوتونه حسابوي، هڅه کوي، چې نړۍ یوې لویې جګړه کې ښکېله کړي او له دې لارې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.

امریکا چې د دغو تش په نوم ابر قدرت هېوادونو په سر کې قرار لري، په تېر ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې یې د نړۍ لر او بر څو ځایه د خپلو موخو د ترلاسه کولو او وسلو د پلورلو لپاره جګړې پیل کړي او د دغو جګړو ډېر قربانیان د کمزورو هېوادونو اوسېدونکي په ځانګړي ډول مسلمانان دي.

نو پکار ده، چې ټوله نړۍ د دغه ډول هېوادونو پر وړاندې په یو غږ سره ودریږي او د دغه ناورین له زیاتېدو څخه مخنیوی وکړي.

که چېرې ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه د دغو جګړو مخه وه نه نیسي نو درېیمه نړیواله جګړه حتمي ده او جنګ غوښتونکي هېوادونه هم باید پوه شي، چې د دغو جګړو پیل که د کمزورو هېوادونو لپاره بد دی، پای یې د جګړو پیلونکو لپاره بدترین دی.

کمزورو هېوادونو ته پکاره ده، چې د تش په نوم  ابرقدرته هېوادونو له لومو ځان خلاص کړي او د افغانستان په څېر پوځي، سیاسي او نورو اشغالونو ته د پای ټکی کېږدي او د خپلې ځان بسیاینې لپاره کار وکړي، تر څو نور هېڅکله یې خاورې د نورو د وسلو د ازموینې لابرتوار جوړ نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته