کابلباخترد تلې د مياشتې ٣ مه:
ددولت دري ويشت تنه وسله وال مخالفين دملي پوليسو دعملياتو په بهيرکې چې دهيوناد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول ووژل شول او يوشمير نوريې ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه چاڼيزعمليات چې دزابل ، قندهار ، فراه ، پکتيکا، خوست او دننګرهار په ولايتونو کې دنړيوالو اودملي پوليسو دځواکونو له خوا ترسره شوي و چې له امله يې دري ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دري تنه ټپيان او څلور تنه نوريي ونيول شول.
دغه راز ددښمن شپږکلاشينکوفونه ، دار پي جې يو توغندى ، دوه ميله پيکا، دپيکا اته سوه ګولۍ او څلور ايکم مخابرې ، يوه اندازه تبليغاتي پاڼې دپوليسو لاسته ورغلي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ