ورزش

دري ويشت تنه مليشه طالبان په شمالي وزيرستان کې ووژل شول .

پيښورباختر د مرغومي يوولسمه :
  دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  دپوځي مليشو په سنګرونو د پاکستان دجنګي الوتکو په بريدونوکې  څه ناڅه دري ويشت تنه پوځي مليشې  او په تروريزم مشکوک کسان ووژل شول .
  باختراژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ. دغه بريدونه تيرماښام  ترسره شول او پاکستاني الوتکو دشمالي وزيرستان دقبايلي  سيمې په شوال ناحيه کې  دمليشه طالبانو په سنګرونو بريدونه وکړل چې ددري ويشتو تنو مليشه طالبانو په وژل کيدو سربيره  څلور پټنځي يې هم دړې وړې  شوي دي .
په شمالي وزيرستان کې دپوځي  مليشو اوطالبانو په سنګرونو د پاکستان داردو هوايي بريدونه دنږدې  شپږ مياشتې  مخکې پيل شوي  دي او دپيښور په يوه ښوونځي  له مرګاني بريد وروسته يې زور اخستى دى .
دروان کال دليندي دمياشتې په پنځه ويشتمه نيټه دپاکستان  دطالبانو دتحريک يوشمير غړو په پيښور کې په يوه ښوونځي په تروريستي بريد سره ديوسلو اووه څلويښتو تنو زده کوونکو  په ګډون څه ناڅه يوسلو پنځوس تنه ووژل .
پاکستاني طالبانو ددغه بريددمسووليت په منلو سره   اعلام وکړ چې دغه اقدام يې دطالبانو په سنګرونو دپاکستان داردو  دبريدونو په غبرګون  کې کړى دى او ګواښ يې کړى دى چې په راتلوونکې کې به هم په ورته بريدونو لاس پورې کړي .
دپاکستان صدراعظم   نوازشريف دپيښور په ښوونځي دطالبانو له بريد وروسته ټينګار وکړ چې دغه شان اقدامات به دتروريستانو دپوپناکولو  لپاره داردو په بريدونو کومه اغيزه  ونه لري  او دمليشه طالبانو او تروريستانو پرخلاف پراخ پوځي  بريدونه به په بشپړه توګه دهغوى تر پوپناکولو پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته