کابلباختردميزان ٩
په پکتيا ولايت کې يوې محکمې درې ورونه ددوي دکاکا د زوي د وژلو په تور په شپاړلس شپاړلس کاله بند محکوم کړل .
په ذکرالله ، اسلم او نقيب الله تورلګول شوى دى چې دميراث په خاطر يې درې مياشتيې مخکې د خپل کاکا زوي نجيب الله په احمد آباد ولسوالۍ کې وژلي و
محکمې د دوسيې له څيړنې او دمدافع وکيلانو او دعيني شاهدانو دخبرو له اوريدو وروسته دغه درې ورونه په شپاړلس شپاړلس کاله بند محکوم کړل .
دپکتيا ولايت د احمدآباد ولسوالۍ دابتدا ئيه محکمې رئيس وفي الله باختر
آژانس ته وويل : چې دغو دريو ورونودخپل د کاکازوي په وژلو اعتراف کړى دى
دوي ويلي دي له دې امله چې د دوي کاکا پخوا مړشوى و او يوازې يو زوي يې پاتې و، له همدې ا مله هغوي غوښتل دخپل دکاکا زوي له وژلو وروسته دخپل نيکه ټول ميراثي جايدادونه يوازې دوي په خپله ترلاسه کړي.
د غو ورونو د محکمې پريکړه غير عادلانه وبلله او داستيناف غوښتنه يې وکړه
3 1 دقیقه لوستل