دريکا دشپږم کنفرانس لپاره دتياري دنيولو په مقصد په کابل کې دسيمې دهېوادونو له سفيرانو سره مشورتي غونډه
کابل باختر د وږي د مياشتې ٢ :
دافغانستان لپاره دسيمه ييزو اقتصادي همکاريو دشپږ کنفرانس لپاره دتياري
دنيولو په مقصد چې دروان کال د وږي دمياشتې په ١٢ او ١٣ نيټه په کابل کې جوړيږي په کابل کې دسيمې دهېوادونو له سفيرانوسره مشورتي غونډه پرون دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير په مشرۍ جوړه شوه.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه کې دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ريکا د کنفرانس په شپږمه غونډه کې دسيمې دهېوادونو رول دهغه داقتصادي پروژو دسيمه ييز اهميت په پام کې نيولو سره جوت کړ او ددغه کنفرانس دجوړولو لپاره دښه تياري په مقصد دسيمې دهېوادونو دسفيرانو سلامشورې يې ګټورې وبللې .
وروسته دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو رييس وحيدالله ويسي دريکا دشپږم کنفرانس دجوړولو ، ددغه کنفرانس داجندا او دبهرنيو هيئتونو دکوربه توب لپاره دبهرنيو چارو وزارت دتدبيرونو لپاره ددغه وزارت دتياريو په باب په کابل کې دسيمې دهېوادونو سفيرانو ته معلومات ورکړل.
دغونډې په پاى کې په کابل کې دسيمې دهېوادونو سفيرانو دريکادشپږم کنفرانس په باب خپلې نظريې او سلامشورې دبهرنيو چارو له وزارت سره شريکې کړې او ژمنه يې وکړه چې هېوادونه يې دجګپوړو هيئتونو په کچه په دې کنفرانس کې ګډون کوي اوپه هغه کې دخبرو وړ پروژو ملاتړ به وکړي .