سیاستخبرونهامنیتTOPټولنه

دريو ولايتونو او دوو امنيه قوماندانيو لپاره نوي کسان وټاکل شول

کابل، د لیندۍ ۶مه، باختر
د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله د لزوم ديد مطابق د کابل، دايکنډي او نيمروز ولايتونو لپاره نوي واليان او د ميدان وردګو او پکتيکا ولايتونو لپاره نوي امنيه قوماندان وټاکل شول.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د دایکنډي مخکنی والي ملا محمد امان عبید، د کابل د والي، د کابل مخکنی والي شیخ محمد قاسم خالد د نیمروز د والي، د نیمروز مخکنی والي مولوي نجیب الله رفیع، د دایکنډي د والي، د میدان وردګو مخکنی امنیه قومندان مولوي محمد شریف حلیمي، د پکتیکا د امنیه قومندان او د پکتیکا مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالقیوم هلال، د میدان وردګو د امنیه قومندان په توګه وټاکل شول.
د يادونې وړ ده، چې پرون هم د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنيزو چارو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارتونو کې يو لړ ټاکنې ترسره شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته