-کابل باختر د زمري څوارلسمه
درويا سادات وروستي هنري اوسينمايي فعاليتونه نن په هرات کې دافغانستان دستراتيژيکي مطالعاتو دانستيتوت له خوا وستايل شول .
په هرات کې دافغانستان دستراتيژيکي مطالعاتو دانستيتوت مسوول عرفان ددغه پروګرام دجوړولو هدف دجمهور رييس په نامه دفلم کره کتنه وبلله او ويې ويل دافغانستان دستراتيژيکي مطالعاتو انستيتوت دغه ستر هنري برياليتوب افغان ميرمنو په تيره بيا د هېواد مشهورې هنرمندې ميرمن رويا سادات ته مبارکي وايي .
دهرات ولايت مرستيالې مونسې حسن زاده ددغه پروګرام له جوړونکو څخه په مننې سره ميرمن رويا سادات دهنر او سينما په برخه دښځو دهلوځلو مثال وباله . او ويې ويل دهرات سيمه ييزه اداره به خپلې ټولې هلې ځلې دفعالو ميرمنو دځواکمنتيا ښودلو لپاره ولګوي.
په همدې حال کې دهېواد هنرمندې او فلم جوړونکې رويا سادات زياته کړه چې افغان ميرمنو په تيرو کلونو کې له هنر او سينما څخه نيولې دسياسي او ټولنيزو پروګرامونو تر رهبرى پورې زيات فعاليتونه په برياليتوب سره ترسره کړي دي .
رويا سادات دهېواد دهنرمندانو په وړاندې مهم چلنجونه دمناسبې فضا نشتوالى ، دامکاناتو کمښت او دامنيت نشتوالي وبلل .
ددغه پروګرام په پاى کې دنامه به رييس جمهور په نامه فلم نندارې ته وړاندې شو .
ختم_ سعيده _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل