-کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
لوى څارنوال څارنپوه محمداسحق الکو نن داردو دروغتيارياست دګډهيئت کاري چارې وکتلي .
دغه هيئت دجمهوري رياست دحکم له مخې داردو دروغتيا په رياست کې دلوژستيکي ، مالي اودنړيوالې ټولنې له خوا دمرسته شويو درملو دڅيړنې په خاطر موظف شوي دي.
څارنپوه الکو په داسې حال کې چې په نظامي چارو کې دلوى څارنوالي مرستيال ډګرجنرال عبدالفتاح عزيزي هم ورسره و دسردارمحمدداودخان په روغتون کې دموظف هيئت درپوټ له اوريدو وروسته دکاري ستونزو دلري کولو اودچارو پرمخ بيولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ