ټولنه

دروشن او افغان تيلي کام ترمنځ داړيکو دتامينولو ستونزه به ډيرژرلرى شي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت مقامات وايي له څه مودې را په دې خوا دروشن اوافغان تيلي کام ترمنځ دتيلفوني شبکو په اړيکو کې يولړتخنيکي ستونزې رامنځته شوي دي  چې ډير ژر به لرى شي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دروشن او افغان تيلي کام مشترکين ادعاکوي چې له څه مودې را په دې خوا ددغو دووشبکو ترمنځ داړيکو په تامينولو کې جدي ستونزې شته چې دلري کولو غوښتنه يې کوي .
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت تخنيکي معين ديپلوم انجينر بريالي حسام په  دې اړوند دباختراژانس خبريال ته وويل  هغه تخنيکي ستونزه چې له څه مودې را په دې خوا دروشن اوافغان تيلي کام دشرکتونو ترمنځ   رامنځته شوې ده  ددغه وزارت تخنيکي ټيم ورباندې کار کوي .
دښاغلي حسام دڅرګندونوله مخې، دغه ستونزه دروشن په تخنيکي سيستم کې رامنځته شوې ده او ډير ژر به لري شي .
په همدې حال کې دافغان تيلي کام دشرکت رييس انجينرګل احمدراستمن وايي ددواړو شرکتونو تخنيکي ټيمونه دعوارضو په  لري کولو بوخت دي.
پرون يولړستونزې چې ددواړو شرکتونو ترمنځ په تبادلوي ايوانونوکې رامنځته شوې وې چې هريويې ديرش ديجيتل ظرفيت لري  چې پنځوس يې کارنه کاوه تريوې اندازې پورې لري شوي دي.ده ډاډڅرگندکړچې دغه ستونزه به نن لري شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته