فرهنګ

درسنيو يوشمير کارکوونکي وستايل شول .

کابل باختر دليندي پنځمه :
((دژورناليزم  اب درافغانستان  تر عنوان  لاندې په څلورمه مشورتي غونډه کې  نن  سره له دې چې  دهېواد  داوبو دسرچينو په سالم مديريت باندې ټينګار وشو درسنيو يوشمير کارکوونکي  چې په دې لاره کې يې  پاملرنه کړې ده  ، وستايل شول .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دهېواد داوبو دسرچينو مديريت  او په دې لاره کې دپروګرامونو جوړول او دسياستوالو ،  پروګرام جوړونکو او د استفاده کوونکو ترمنځ دهمغږى  رامنځته کول په دې لاره کې  اساسي ستونزې بلل کيږي .  په همدې دليل دى  چې تراوسه پورې  دانرژۍ او اوبو وزارت  څلور غونډې جوړې کړي دي .  چې داسې لارې چارې  ولټوي . چې پروګرام جوړونکي  ، سياستوال او لګښت کوونکي په يوه  موازي  ليکه کې  ديو بل تر څنګ  حرکت وکړي .
دانرژي او اوبو وزير علي احمدعثماني  دغې موضوع ته په پاملرنې سره وويل  چې داوبو دسرچينو  مديريت هراړخيزو هڅو ته  اړتيا لري . 
دده  په باور  په سمه توګه دهېواد داوبو له سرچينو څخه استفاده يوازې  دمعقول او سنجول شوي سياست او په سالمه توګه دپروګرام جوړولو له لارې  امکان لري .
سربيره پردې چې  لګښت جوړونکي هم  دهغوى تر څنګ ودريږي .
په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي  په لنډو خبرو کې طرحه کړه  چې په هېواد کې داوبو له سرچينو څخه  داستفادې  څرنګوالي  ډير مهم  او ارزښتناک دى .
  ده  اوبه  دژوندانه  سبب وباله  او دانرژى اواوبو له وزارت څخه يې وغوښتل  چې لازم معلومات  درسنيو په واک کې ورکړي  چې  درسنيو کارکوونکي  له هغو څخه په استفادې سره خلکو ته معلومات ورکړي .
  دانرژي او اوبو وزارت سلاکار  يحيى  حازم په خبرو کې  يو ويشتمه پيړى له شخړو ډکه پيړى وبلله  او ويې ويل  درسنيو کارکوونکي په هېواد کې داوبو دمديريت په برخه کې اغيزمن خوغير مستقيم رول لري .
  ده  هم په دې برخه کې  په دقيقه  او هراړخيزه توګه  په خبر رسولو باندې ټينګار وکړ.  په پاى کې يوشمير هغه  خبريالان  او درسنيو کارکوونکي  چې د خلکو دپوهاوي په خاطر يې دبيلابيلو ژانرونو  په قالب کې  داوبو دسرچينو دمديريت په برخه کې  هلې ځلې کړې وې  وستايل شول .
  ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته