درسانه يي سرغړونو د څيړنې کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
درسانه يي  شکايتونو او سرغړونو دڅيړنې کميسيون نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  په مشرۍ غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  کميسيون دطلوع نيوز تلويزيون دشپږ نيمو بجو درپوټ دخپرولو په باره کې دسيد ولي ايمل او دمحمد سليم شکايت وڅيړه .
په دې غونده کې پوهاند باوري  طرحه کړه چې کميسيون په خپلواک اوبې پرې ډول شکايتونه څيړي .
وروسته دکميسيون غړو دطلوع نيوز تلويزيون داستازي په شتون ددغو کسانو دشکايت په باب خبرې وکړې او کميسيون موضوع اړوندو مراجعو ته وسپارله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته