امنیت

درزآب ته د داعشيانو او طالبانو د ځپلو لپاره د کوماندو د ځواکونو استول

  د شبرغان ښار باختر دچنګاښ دمياشتې  ١:
په داسې حال کې چې د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې دطالبانو او داعشيانو په ګډون د ډار اچوونکو ډلو دفعاليتونو د زياتوالي او شتون ډګر دى، پوځي مقامات له دغو  ډار اچوونکو سره د مبارزې  لپاره د  سترو پوځي عملياتو د ترسره کولو لپاره د هلوځلو يادونه کوي.
په درز آب کې د ډار اچوونکو د ځپلو  لپاره نن  په لسګونو تنه  کوماندو ځواکونه  جوزجان ته واستول شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې؛ کوماندو ځواکونه به د نورو پوځيانو ترڅنګ د ډار اچوونکو د ځپلو لپاره په سترعمليات لاس پورې کړي.
د کوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختر آژانس ته وويل: د کوماندو په لسګونو تنه ځواکونه په درز آب کې ځاى پرځاى شوي دي چې د نورو پوځيانو ترڅنګ د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات پيل کړي.
ده وويل هلې ځلي کيږي چې د درزآب ولسوالۍ د طالب او داعش له ډار اچوونکو څخه پاکه شي او خلک بيا امنيت ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د درزآب ولسوالۍ په دې وروستيو وختوکې طالبانو او داعشيانو د شتون او فعاليت د زياتوالي ډګر دى.
همدا اوس ډار اچوونکي د درزآب ځينې سيمې تر کنترول لاندې لري او کله کله          په خونړيو بريدونو لاس پورې کوي.
داعشيانو په درزآب کې د جلب او جذب  او د ډار اچوونکو بريدونو د روزنې ستر مرکزونه جوړ کړي دي چې له دې امله د جوزجان خلک انديښنه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته