امنیت

درخام ډبرو دقاچاقو مخه ونيول شو.

کابل باختر د وري اوومه :
پنځه موټرونه چې کابو ديرش ټنه  رخام  ډبرې چې په غير قانوني ډول دچشت شريف ولسوالۍ له کانونو څخه پکې  بار شوي و  په شيدايي  ساحه کې  دملي امنيت درياست دکارکوونکو په عملياتو کې ودرول شول .
دهرات  دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس  خبريال ته وويل: دغه ډيرې دچشت شريف ولسوالۍ دخارزار دکلي  دډبرو له کان څخه را ايستل شوي او په غير قانوني ډول ليږدول کيدل چې دپوليسو  له خوا  دشيدايي په سيمه کې په ډبرو بار موټرونه ودرول شول او دقانوني پړاونو دبشپړولو په موخه دکانونو رياست ته وسپارل شول .
تراوسه پورې ددغو قيمتي ډبرو دقاچاقو دعاملانو دنيول کيدو اويا نه نيول کيدو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته