ټولنه

دراې ورکونې دبهير په فهرست کې دنومونو دپيداکولو کار دراې ورکونې بهير له خنډاو ځنډ سره محامخ کړى دى

کابل باختردتلې دمياشتې٢٨نيټۀ :               
يوشميرراې ورکوونکو د نومونو دپيداکولو کار چې نومونه يې د م او ف  په تورو  پيلېږي دابراهيم خليل الله په ښوونځې کې دراې ورکونې په مرکز کې دراې ورکونې بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړى دى.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ څرنګه چې دراې ورکوونکو نومونه دهغوى دنومونو دلومړي تورې له لارې  دفهرست  په پاڼه کې پيدا کېږي يوشمير رايو ورکوونکو  نومونه  په دې فهرست کې په سختۍ  سره  پيدا کېږي او دراې ورکونې بهير يې  له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړى دى .
په دغو مرکزونو کې دانتخاباتو مسوول ګل مير دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دې مرکز کې لس ځايونه دښځو او نارينه و لپاره په پام کې نيول شوي دي او دانتخاباتو کارکوونکي دراې ورکوونکو په  خدمت کې دي .
په دغو مرکزونو کې موظفو امنيتي ځواکونو ديوې مشکوکې ريکشا دنيولوخبرورکړ   چې دراې ورکونې دبهير دګډوډولو نيت يې درلود.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته