امنیت

ددوو قوماندانانو په ګډون اووه تنه ډار اچوونکي په پکتيا کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندي اوومه :
  د ډار اچوونکو ددوو تنو قوماندانانو په ګډون  ٧ تنه ډار اچوونکي پرون دپکتيا ولايت داريوب ځاځي په ولسوالۍ کې ووژل شول .
دپکتيا دوالي وياند عبدالله حسرت باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي ددغه ولايت داريوب ځاځي ولسوالۍ په شوخيلو ساحه کې دبې پيلوته  الوتکې  په هوايي عملياتو کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې  په اريوب  ځاځي  ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې  دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان  قاري جمال او عبدالرزاق  هم شامل دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته