ددوو دښمنو ډلو ترمنځ اوربند .
کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
په فارياب کې د ملي جنبش او جمعيت اسلامي دافرادو ترمنځ اوربند لاتراوسه ټينګ دى
دالمار ولسوال صالح محمد صالح باختراژانس ته خبر ورکړ: تيره شپه دملي جنبش او جمعيت اسلامي اړوندو افرادو دفارياب ولايت دالمار ولسوالۍ په چغاتک کلي کې په جګړې لاس پورې کړ .
دالمار ولسوال وايي دروژې دمبارکې مياشتې په درناوي دسيمې دمخورو ، سپين ږيرو او نورو خلکو په منځګړيتوب له دوو ساعتو وروسته دهغوى ترمنځ اوربند شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې نښته کې دسرزيان نه دى اوښتى دسيمې خلک وايي په دې نښته کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ولسوال داخبره نه تاييدوي .