کابل باختر د لړم دولسمه :
دکابل _ قندهارپه لويه لاره کې ددوو ترافيکي پيښو له امله ديارلس تنه تپيان شول . دقندهار ولايت دترافيکو آمر دباختراژانس خبريال ته وويل لومړۍ پيښه تيرماښام دزابل ولايت دشهر صفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه مازدا ډوله موټر له سراچه موټر سره ټکر وکړ او له امله يې دښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپيان شول .
دپيښې ټپيان دپوليسو له خوا نږدې روغتون ته ليږدول شوى او دروغتون دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونوله مخې دپيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى
په دويمه پيښه کې هم چې دکابل – قندهار په لويه لاره کې رامنځته شوه څلور تنه ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې پيښه کې يوکرولا موټر له ٣٠٣ ډوله موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې د ٣٠٣ موټر څلور تنه سپرلۍ ټپيانې شوې .
ده دترافيکي پيښې علت دوسايطو دچلوونکو نه پاملرنه وبلله .
0 1 دقیقه لوستل