امنیت

ددولسو تنو تښتول شويو کسانو له جملې څخه دوه تنه وژل شوي اولس تنه نور يې ازاد شول .

کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه
وسله والوطالبانو دوه تنه له هغو کسانو څخه چې  څو ورځې مخکې يې دسرپل په ولايت کې له ځان سره بيولي و ، ووژل او لس تنه نور يې ازاد کړل .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دولس تنه ملکي وګړي درې ورځې مخکې  دسرپل ښار له مربوطاتو څخه دوسله والو طالبانو له  خوا وتښتول شول .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون امر سيد نقيب الله سادات دباختراژانس  خبريال ته وويل لس تنه دقومي مشرانو په منځګړيتوب ازادشول.
داپه داسې حال کې ده چې دسرپل ولايت مقامات وايي چې ددولت وسله وال مخالفينو پرون دسرپل  ولايت دسانچارک  ولسوالۍ امنيه قوماندان حکيم بيک  په ډزو سره وژلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته