کابل باختر د ثور اتلسمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتو کې ددولت پنځه پنحوس تنه وسله وال مخالفين په ځينو ولايتونوکې ووژل شول .
ددښمن دغه افراد دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې چې دهرات ، پکتيا ، هلمند او دغزني دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول ووژل شول .
باختراژانس دملي دفاع وزارت دخبرپاڼې له خولې خبر ورکړ چې په دغو عملياتو کې سربيره له دې ددښمن پنځه پنځوس تنه افراد ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شول او درې ويشت ميله سپکې او درندې وسلې ، اووه ايکم مخابرې او دهغوى يو موټرسايکل هم ترلاسه شوي دي
دغه راز په دغو عملياتو کې دملي اردو منسوبين وکولي شول ددښمن نهه ويشت ماينونه په واټونو کې کشف او شنډ کړي .
دغه راز په خبرپاڼه کې په واټونوکې دماين دچاودنې له امله دملي اردو دمنسوبينو دشهادت خبر هم ورکړ شوى دى .
1 1 دقیقه لوستل