امنیت

ددولت درې تنه وسله وال مخالفين په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي ا ته ويشتمه
دغزني  ولايت دګيلان ولسوالۍ په شجامت کلي کې پرون دوسله والو طالبانو او دعامه نظم دپوليسو ترمنځ نښته کې ددولت درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .  دباختر اژانس خبريال خبر راکړ چې وسله والو  طالبانو دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې درې تنه وسله وال  طالبان ووژل شول .
  په دې  نښته کې چې يو ساعت  يې دوام وکړ يو پوليس هم وژل شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته