سیاست

ددوديزي لويي جرګي دکميټو نننۍ بحثونه دسولې دخبرو په باب و

ددوديزي لويي جرګي ويندوى صفيې صديقي نن په يو خبري کنفرانس کې دجرګي دکميټو دنننۍ کار په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل.

دباخترا طلاعاتي ا ژانس دخبريال دخبرله مخې ددوديزي لويې جرګي ويندوى په دې خبري کنفرانس کې وويل دکميټو نننۍ بحثونه دسولې دخبرو په باب و.

دصديقي دڅرگندونو له مخې جرګي به هلې ځلې وکړي چې داسې ميکانيزم وړاندې کړي چې دهغه پربنسټ بنسټپالنه او جګړه غوښتونکي له هغو کسانوسره چې په يو ډول تيروتلي دي تفکيک شي .

صديقي دغه راز وويل چې کميټو تراوسه پوري به ددغې مسلې په باب خبري کوي او دکميټو دکار په پاى ته رسيدو سره به وروستۍ نتيجي اعلام شي.

ددوديزي لوي جرګي ويندوى په دې خبري کنفرانس کې دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيک تړون دلاسليک ، په ننينو غونډو کې دکميسونونو دغړو دنه شتون او نورو مسلو په باب دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته