امنیت

ددشت برچي يو اوسيدونکى دخپلې لور د وژنې په اړوند ونيول شو

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
دکابل پوليسو ددشت برچې  يو اوسيدونکى  چې ويل کيږي دخپلې لور دځان وژنې سبب شوى دى ، ونيوه .
دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
ددغه سړي لور دروان کال دسلواغې دمياشتې په پنځمه نيټه  په ځان وژنې لاس  پورې کړى دى او په ده باندې  تورلګول شوى دى چې دخپلې لور دځان وژنې سبب شوى دى.
له نيول شوي سړي څخه د پوليسو تحقيقات اوپوښتنې دوام لري .
دغه سړى په داسې  حال کې نيول کيږي چې دنجونو اوښځو ترمنځ دځان وژنې او ځان سوځونې پيښې زياتې شوي دي چې عامل يې کورنى تاوتريخوالى بلل شوى دى.
ديوبل خبرله مخې :  پوليسو يو تن دوزير آباد په ساحه کې دنشه يي توکو دپلورنې په تور نيولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته