ددشت ارچي پيښه دطالبانو لپاره يو تبليغاتي دست اويز ده .
کابل باختر د وري څوارلسمه :
دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ پيښه له څو اړخونو دڅيړنې وړ ده اوبايد فرصت له لاسه ورنه کړو چې طالبان او نورې مغرضې ډلې له دغې پيښې څخه ديوه تبليغاتي دستاويز په توګه کار واخلي .
دباختراژانس مفسر ليکي: داسې ادعاګانې شتون لري چې پرون دکندز ولايت ددشت ارچي په ولسوالۍ کې په يوې مدرسې ددولتي ځواکونو په هوايي بريد کې ملکي وګړو ته دسرزيان اوښتى دى .
په داسې حال کې چې دولتي ځواکونه وايي چې دوى دطالبانو په يوې غونډې بريد کړى دى او دوسله والو طالبانو يوشمير جګپوړي غړي يې وژلي دي .
په يوشمير رسنيو کې خپاره شوي تصويرونه ددې څرګندوى دى چې په دې پيښه کې ديوې مدرسې دطالب العلمانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي اويوشمير نور هم ټپيان شوي دي .
ددشت ارچي پيښه په هر ډول او نامه چې رامنځته شوې ده يوه دردونکې او زړه بوږ نوونکي پيښه ده اوداکار يوځل بيا په يوې اړتيا بدلوي چې دولتي ځواکونه دې بايد دخپلو پوځي حرکاتو او عملياتو دترسره کولو په وخت کې له زيات دقت څخه کار واخلي او د احتياط لاره هيره نه کړي .
دوى دهېواد دداعيې په دفاع کې دي .
ددوى کړنې دطالبانوله کړنو سره زيات توپير لري چې نه شو کولاى ددغو دواړو مفکوره ، تفکر او رسالت پرتله کړو خو هغه اصلي خبره چې له بده مرغه ددشت ارچي پيښې په شان ځينې پيښې په قصدي ډول هيرول کيږي دانساني ډال په توګه له عامه اماکنو دخلکو له کورونو اوملکي وګړو څخه دطالبانو استفاده ده .
داسې قوي او معتبر سندونه شتون لري چې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ په دفداني مدرسه کې دغرمې په شاوخوا کې پرې بريد وشو دطالبانو ديوې غونډې پروګرام جوړ شوى و هغه غونډه چې دکندز دخلکو د زياتې وژنې ، ورانۍ او دزياتې بربادۍ لپاره پروګرام شوى وو او تصميم نيول کيده .
ويل کيږي چې دطالبانو دکويټې شورا غړى مولوى برياني ، دطالبانو دپوځي کميسيون رييس مولوي شاهد الله ، دطالبانو دسرې قطعې مسوول مولوي ممتاز ، په کندز ولايت کې دطالبانو د پوځي کميسيون مسوول مولوي حميد الله ، په کندز کې دطالبانو يومهم قوماندان قاري اعماد ، په بغلان ولايت کې دطالبانو عمومي قوماندان عبدالمالک مخلص ، دطالبانو جګپوړي قوماندانان او مولوي هجران او دطالبانو دسرې قطعې ٦ تنه نور غړي دپکړۍ تړلو دغونډې تر پوښښ لاندې په يوې پوځي غونډې بوخت و .
دسيمې يوشمير اوسيدونکو ويلي دي چې په دغې مدرسه کې د پکړۍ تړلو غونډه يوه ورځ مخکې جوړه شوې وه او پرونۍ غونډه يوه نمايشي غونډه وه .
هغه څه په دشت ارچي کې رامنځته شول يوه دردونکي اوزړه بوږ نوونکې پيښه ده خو دامسئله يې يوځل بيا جوته کړه چې طالبان په څه ډول تکتيکونو سره له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه کار اخلي او دانسانانو وينه دوى ته څومره بې ارزښته ده .
داخبرې دتکرار وړ ده چې ددشت ارچي په پيښه کې د ملکي وګړو وژنه يوه دردونکي او تحقيق پيښه ده خو دغه پيښه دطالبانو لپاره په يوه تبليغاتي دستاويز بدله شوه او په دې لټه کې ده چې په ټولنه کې ددغه شان ناوړو پيښو د زمينې په برابرولو سره ځان ته محبوبيت پيداکړي .
طالبان چې دوه مياشتې مخکې په کابل کې دځنځيري تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره دخلکو په وړاندې سخت تجريد او زليل شوي دي په دې لټه کې دي چې ددشت ارچي په شان پيښې ځان ته يوه تبليغاتي برنامه جوړه کړي او ګټه ورڅخه واخلي دلته دخلکوسياسي هوښياري طرحه ده .
ختم_ شکريه _ اکرم