کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :
دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ د پاکولو دعملياتوپه بهير کې څه ناڅه پنځوس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه عمليات درې ورځې مخکې دملي اردو او دملي پوليسو دسلګونو تنو پوځيانو له خوا پيل شول او په پاى کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه ددشت ارچي ولسوالۍ دپاکولو سبب شول .
ددشت ارچي ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې دوسله والو طالبانو لاس ته ورغلې و ه .
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددشت ارچي ولسوالۍ دپاکولو په عملياتو کې پنځه څلويښت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ده وويل امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددشت ارچي ولسوالۍ په پاکولو بريالي شوي دي او همدااوس دى او نور پوځي مقامات ددغې ولسوالۍ په ځينو سيموکې دپوځي پوستو او قرارګاه و په جوړولو بوخت دي چې په بشپړه توګه او په دايمي ډول دخلکو امنيت تامين کړي .
ده وويل ددشت ارچي ولسوالۍ په پاکولو سره په کندز کې دطالبانو ټغر راټوليږي او له منځه ځي . .