ددريو ټولګټو پروژو قرارداد لاسليک شو

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢١ :
دڅلويښتو مليونو افغانيو په ټول ارزښت ددريو ټولګټو پروژو قرارداد دانرژۍ  او اوبو وزارت او دخصوصي افغاني شرکتونو  ترمنځ  لاسليک شو.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :  په دغو قراردادونو کې دقندهار ، ننګرهار او دکونړ په ولايتونو کې  دکانالونو بيا جوړول شامل دي   چې دانرژۍ  او اوبو په وزارت کې ددغو ولايتونو دوکيلانو په وړاندې له افغاني  خصوصي شرکتونو سره لاسليک شول.
ددغو قراردادونو دلاسليک کولو په پيل کې دانرژۍ او اوبو وزارت سرپرست  انجينر محمدعارف نورزي  دپارلمان وکيلانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل ،
په عمومي توګه  ټول ستر ، منځني  او کوچني قراردادونه دآزادې سيالۍ له لارې ترسره کيږي  چې په پيل کې هره پروژه  داوطلبۍ ته  سپارل کيږي او وروسته غوښتوونکي شرکتونه  خپل پيشنهادونه ددغه وزارت دتهيې او تدارکاتو رياست ته سپاري  چې دسندونوله څيړنې وروسته شرکتونه څيړل کيږي او هر شرکت چې په شرايطو برابر وي  ګټوونکى پيژندل کيږي اوقرارداد ورسره لاسليک کيږي .
دانرژۍ او اوبو وزارت سرپرست زياته کړه: نن ددغو پروژو قرارداد  ستاسو په وړاندې لاسليک کوو او ددغو پروژو دکار مسووليت دخلکو، تاسو وکيلانو ته
سپارم  چې په تخنيکي کارونو کې يې کوم خنډ رامنځته نه شي .
په همدې ترتيب  دولايتونو يوه وکيل هم په دې غونډه کې خبرې وکړې .
ديادونې وړ ده چې له دغو قراردادونو څخه يو قرارداد دقندهار ولايت دتخته پل په ولسوالۍ کې دسيف الدين دکانال قرارداد دڅه دپاسه نهو مليونو افغانيو په لګښت  دصاحب زاده  جلال  له ساختماني شرکت سره لاسليک شو چې ددغه   کانال په جوړيدو سره  نږدې    درې سوه پنځه شپيته هکتاره ځمکه  خړوبيږي  او کابو يو زرو دوه سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .
ددغه کانال  تر خړوبولو لاندې ساحه پخوا نږدې يوسلو پنځه اويا هکتاره ځمکه وه .
دننګرهار ولايت دروداتو په ولسوالۍ کې دويالې بند دڅه دپاسه شپاړلسومليونو افغانيو په لګښت دانرژۍ او اوبو وزارت او دنوي سادات دساختماني شرکت ترمنځ لاسليک شو چې ددغه بند دخړوبولو ساحه پخوا  درې سوه  دوه ويشت هکتاره ځمکه وه  چې دبند په  جوړولو سره   دغه اندازه څلور سوه پنځوس هکتاره ځمکې ته لوړه شوې ده چې نږدې اتلس زره اته سوه اتلس کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .
دغه راز دکونړ ولايت  په اسعداباد کې دکريلا د کانال جوړول  دڅه دپاسه څوارلسو مليونو افغانيو په لګښت دنعيم صافي  له ساختماني شرکت سره  لاسليک شو ددغه کانال د خړوبولوساحه په اوس وخت کې يوسلو يوپنځوس  هکتاره ځمکې ته رسيږي چې له بيا جوړولو وروسته دغه اندازه دوه سوه نولس  هکتاره ځمکې ته لوړيږي چې نږدې يو زرو اووه سوه پنځوس کورنۍ به ور څخه ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته