ددريو تنو قوماندانانو په ګډون نهه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

کابل باختر دمرغومي دويمه
دملي اردو دخاصې قطعې دمنسوبينو په چاڼيزو عملياتوکې ددريو تنو قوماندانان په ګډون نهه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات د زابل ، قندهار او دميدان وردکو دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې ددغو کسانو په نيول کيدو سربيره يوه اندازه وسلې اومهمات هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ددښمن ددرندو وسلو د ډزو اوپه واټ کې دښخ کړاي شويو  ميانونودچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شوي او اووه تنه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته