ټولنه

ددايکنډي دولسواليو لارې تړل شوي دي .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
ددايکنډي ولايت دولسواليو لارې له مرکز او کابل سره دواورې داورښت له امله تړل شوي دي .
ددايکنډي ولايت  دفوايد عامې درياست سرپرست انجنير شريف دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دواورې دسخت اورښت  او توفانونو له امله  ددايکنډي ولايت له مرکز سره ددغه ولايت دټولو ولسواليو لارې او دکابل _  دايکنډي لويه لاره  تړل شوې ده .
  ده زياته کړه چې له ټولو مسافرو څخه  غوښتل شوي دي  چې ددغو لارو تر پرانستيدو پورې په دغولارو کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته