ددايکندي دمرکزي حوزي دپوليسو آمر ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شو

کابل  باختردلړم دمياشتې ٧
ددايکندي دامنيې قوماندانۍ دمرکزي حوزي دپوليسو آمر  دپوليسو له يو افسر او دوو تنو سرتيرو سره په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو.
دنيلي له ښارڅخه دباختراژانس خبريال خبرراکړ : ددايکندي ولايت دنيلي ښار دمرکزي حوزي دپوليسو آمر محمدحسين  اکبري کله چې ددغه ولايت   داخترلي له ولسوالۍ  څخه دسنګ تخت ولسوالۍ ته  دامنيتي پوستو دڅيړنې په خاطر روان و ،د هغه دسپرلۍ موټر دچپه کيدو له امله ووژل شو.
د دايکندي دپوليسو يو مسوول وايي  چې په دې  ترافيکي پيښه کې يو بل افسر اودوه تنه سرتيري هم وژل شوي دي .
ويل کيږي دغه پيښه  دچلوونکي دزيات ګړنديتوب اوبې احتياطي له امله رامنځته شوې ده  اود ناوړې اوتروريستي پيښې   زيږنده نه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته