کابلباختردميزان٣
يوه اندازه جنګي وسايل نن دسمنګانو ولايت دملي امنيت درياست له خوا د داياک پروګرام ته وسپارل شول .
دسمنګانو ولايت د وسلو د راټولولو مسوول ډګروال محمدشايق باخترآژانس ته وويل : په دغو جنګي وسايلو کې کلاشينکوفونه ،تومانچې ، ٨٢ ميلي متري توپ ، ګرينوف ماشينګڼه ، برناو ماشينګڼه ، سل ډزى ، توغندى ويشتونکى او دسپکو اودرندو وسلو دوه زره پنځه اوياګولۍ اوڅلويښت کيلوګرام چاوديدونکي توکي شته چې د داياک پروګرام ته وسپارل شول.
خبرځاى وويل : دغه وسلې اومهمات د شپږو مياشتو په بهيرکې د دغه ولايت له بيلابيلوسيموڅخه راټول کړاى شوي وو.
ديادوني وړده : چې د داياک د پروګرام له پيل څخه تراوسه پورې دسمنګانو ولايت له مرکز اواړوندو ولسواليو څخه يو زرو درې سوه اته ديرش ميله وسلې اوڅلورسوه د وه پنځوس ټنه مهمات د داياک پروګرام ته سپارل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل