ټولنه

ددانګام له شپږ سوه کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
له طبيعي پيښو سره دمبارزې دملي ادارې رييس ډاکتر  محمد دايم کاکړ وايي چې ددانګام ولسوالۍ له شپږ سوه بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو او جامو مرسته وشوه .
  دغه کورنۍ دکونړ ولايت ددانګام په ولسوالۍ کې دوروستيو  جګړو له امله  له دغې ولسوالۍ  څخه داسمار ،  شيګل اودخاص کونړ ولسواليو او داسعداباد  ښار ته ګډه شوې دي .
ډاکتر کاکړ چې نن  يې دباختراژانس  له خبريال سره  خبرې کولې وويل چې له يوې اوونۍ  راپديخوا ددانګام شپږ سوه کورنيو ته دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو ، دافغاني سرې مياشتې  دعالي  ټولنې او دکليو  دبيا جوړولو او پراختيا او  دکرنې  او اوبو لګولو دوزارتونو مرستې  برابرې شوې دي او دويشلو کار يې له طبيعي  پيښو سره دمبارزې دملي ادارې له خوا ترسره شوى دى .
ده وويل چې په کلي توګه نږدې  اته  سوه اتلس کورنۍ  دوروستيو جګړو له امله له دانګام څخه بې ځايه شوي دي خو دغه اداره  په دې بريالي شوې ده  چې په دې سيمه کې شپږ سوه کورنۍ سروې او مرسته ورسره وکړي .
نورې کورنۍ  په خواره واره ډول دکابل ، ننګرهار او دلغمان ولايتونو او پيښور ښار ته تللي دي .
ډاکتر دايم کاکړ څرګنده کړه چې ددانګام دبې ځايه شويو کسانو شمير دهرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي او دغه اداره هلې ځلې  کوي چې ددانګام ټولو بې ځايه  شويوکورنيو ته مرستې برابرې کړي .
ده وويل چې يوشمير خلکو هم ددانګام بې ځايه شويوکسانو ته دمرستې په رسولو کې ونډه اخستې ده . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته