کابل باختر د کب پنځمه :
دداعش دډلې د ډار اچوونکو بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان چې دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې دغې ډلې ته دجنګي وسايلو دبرابرولواو ليږدونې مسوولين بلل شوي دي نن په خوږيانيو ولسوالۍ کې ونيول شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل چې دغه کسان دځانګړو پوځي عملياتوپه بهير کې ونيول شول .
ده وويل نيول شويو کسانو دداعش ډلې ته دجنګي وسايلو دبرابرولو او ليږدونې مسووليت درلود .
څو ورځې مخکې هم دداعش دډلې د ډار اچوونکو بريدونو دوه تنه سازمان ورکوونکي په ننګرهار ولايت کې نيول شوي و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ