نړۍ

دداعش ډلې دځپلو لپاره دامريکا دستراتيژى اعلام

 واشنګتن بي بي سي   باخترد وږي دمياشتې  ٢٠  :
دامريکا  جمهوررييس  بارک اوباما نن سهار په يوه ټلويزيوني وينا کې په عراق او سوريه کې دداعش داسلامپالې ډلې دځپلو لپاره  ددغه هېواد ستراتيژي اعلام کړه  .ده په دې ټلويزيوني وينا کې وويل :  چې په سوريه او عراق کې  دداعش دډلې  پرخلاف  دعملياتو په ترسره کولو کې به  ډيل ونه کړي .
ده داعش  دامريکا لپاره  ګواښ وباله  او ويې ويل   که چيرې څوک امريکا وګواښي ، خوندي ځاى به پيدا نه کړي .
دامريکا په دولت پورې  نږدې  خبرځايونه عقيده لري  چې ددغې ستراتيژۍ مهمه برخه په عراق اودغه راز په سوريه کې  دهوايي عملياتو په پراختيا پورې اړه لري .
ده دغه راز اعلام وکړ چې دامريکا څلور سوه پنځه اويا تنه پوځيان به  عراق ته واستول شي  خوپه  مستقيمه توګه به  جنګي عمليات ترسره نه کړي .
ده خپله وينا  ددغې موضوع په يادونې سره پيل کړه  چې امريکايي ځواکونو اسامه بن لادن  او دالقاعده نور مشران په افغانستان اوپاکستان کې وژلي دي.
اوباما وويل  چې داعش يوه اسلامي ډله نه ده  ځکه هيڅ مذهب دبيګناه خلکو وژنه روا  نه بولي او اشاره يې وکړه چې په حقيقت کې  دداعش زياتره قربانيان مسلمانان دي.
اوباما  دامريکا له کانګرس څخه  وغوښتل چې  په سوريه کې  دمخالفو جګړه مارانو  دروزنې او سمبالولو  لپاره نور لازم اختيارات  اومنابع  برابرې  کړي.
داوباما  دستراتيژۍ  يو اصلي عنصر له داعش سره دمقابلې لپاره ديوې لارې په توګه په  سوريه کې دمخالفينو پياوړتيا ده  او  ويې ويل  چې له دې سره جوخت دې بايد  دسوريې دبحران لپاره  دسياسي ديوې لارې دموندلو په لټه و اوسو.
ده دغه راز  دسوريې له  حکومت سره همکاري رد کړه. دا معلومه نه ده  چې امريکا  په څه ډول حقوقي او قانوني توجيه سره  کولاى شي  چې حکومت له مجوز پرته په سوريه کې هوايي بريد ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته