دداعش ډله دعراق دجلولاي ښار ونيوه

بغداد باختر دزمري  يو ويشتمه :
  دداعش  دډلې مليشو دبغداد په شمال کې د دياله  ولايت دجلولاي ښار ونيوه .
خبر ورکړ شوى دى چې څه ناڅه لس تنه کردي پوځيان داسلامي دولت يا داعش دډلې له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي .
دداعش جګړه ماران او د دولت نورې مخالفې ډلې دوه مياشتې مخکې هم دجلولاي او السعديه ښارونه نيولي او په دې ډول دايران پولوته نږدې شوي و خو دعراق دولتى ځواکونو لږې  مودې وروسته دغه دوه ښارونه بيرته ونيول ،خو دادى جګړه مارانو بيا دغه ښار ونيوه .
اوس دداعش  ډله دايران دخسروي سرحدي سيمې په پنځوس کيلومتري واټن کې دي .
تراوسه پورې په زرګونه ايزدي کورنۍ دعراق دشمال  په غرونوکې بند پاتې دي .
دامريکا دولت اعلام کړى دى چې په عراق کې يې کردي ځواکونو ته دوسلو په ليږلو پيل کړي دي چې داسلامي دولت دمليشو پرخلاف مبارزه وکړي، پخوا دکردستان دخپلواک دولت رييس  مسعود بارزاني له نړيوالي ټولنې څخه دوسلو دمرستې غوښتنه کړې وه .
دامريکا دبهرنيو چارو د وزارت  يو ويندوى  ويلي دي چې دغه وزارت دعراق له دولت سره په همکاريو بوخت دي  چې وکولاى شي په لنډ وخت کې زياتې مرستې او پوځي تجهيزات سيمې ته وليږي .
پرون خبر ورکړ شوى و چې دعراق کردانو دنينوا په ولايت کې کور او مخمور  ښارونه داسلامي  دولت له ځواکونو څخه نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته