کابل باختر د تلي دريمه :
په ننګرهار ولايت کې دداعشيانو په سنګرونو بيا دافغان هوايي پوځونو او دناتو دځواکونو له خوا بريدونه وشول .
دغه بريدونه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دداعشيانو په سنګرونوشوي دي .
لومړى بريد تيره شپه د دره نور په ولسوالۍ کې دداعشيانو په پټنځي ترسره شوې دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې دداعش دډلې څوارلس تنه غړي وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دې بريد کې دداعشيانو دجنګي وسايلو څو ډيپوګانو دړې وړې شوي دي .
دغه راز نهه تنه داعشيان دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګر په بل هوايي بريد کې وژل شوي دي .
په دغو داعشيانو تيره شپه داچين ولسوالۍ په ځينو سيموکې ددوى په پټنځي کې کله چې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ، بريدونه شوي دي .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو جګپوړي قوماندان وايي چې په دې بريد کې نهه تنه داعشيان وژل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې يوولس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې په يو هوايي بريد کې وژل شوي دي .
په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونوبوخت و ، دهوايي پوځ له خوا بريدوشو .