کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دداعش ډلې پنځه تنه سرګروپان پرون دجوزجان ولايت قوش تيپې ولسوالۍ کې دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول .
دقوش تيپې ولسوال امين الله باختراژانس ته وويل :په دغو پنځو تنو، په درزاب ولسوالۍ کې دائتلاف ځواکونو دبې پيلوټه الوتکې له خوا بريد وشو او ووژل شول .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې په دې هوايي بريد کې په حزب الله مشهور ملا عبدالاحد ، قاري محب الله ، ملا محبوب الله ، په جابر مشهور ملا صدرالدين اوپه زهرما رمشهور فيض ملنګ ووژل شول .
ده وويل چې وژل شوي کسان ټول په جوزجان کې دداعش کليدي افرادو څخه و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ