امنیت

دداعش يوغړى له ٤٥ ښځو اوماشومانو سره دولت ته تسليم شو .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
دداعش ډلې يوغړى له  ٤٥ ښځو ، نجونو او ماشومانو سره پرون په ننګرهار کې  دولت ته تسليم شو .
دځانګړي عملياتو دقول اردودمطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باختر اژانس ته وويل چې، دغه داعشي  له  ٤٥ ښځو اوماشومانو  سره دکوماندو دځواکونو دعملياتوپه دوام چې دننګرهار  په اچين ولسوالۍ کې پيل شوي دي . له يوکلاشينکوف  سره دکوماندو ځواکونو ته  تسليم شو .
داپه داسې حال کې ده چې له يوې ښځې او څلورماشومانو  سره  څلور داعشيان پرون په اچين ولسوالۍ کې دولت ته تسليم شول .
امنيتي او دفاعي ځواکونو دخلکو په مرستې اوهمکارۍ دداعش ډله تر سخت پوځي فشار  لاندې نيولې ده چې همدا اوس دغه ډله  دهېواد په ختيځ کې دبشپړې نابودۍ په درشل کې ده .
ختم _ مدينه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته