نړۍ

دداعش له ډلې سره ديوشمېر پاکستاني طالبانو پيوستون

اسلام آباد ايرنا  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
دداعش له ډلې سره  دپاکستاني طالبانو دځينو مشرانو  پيوستون که څه هم  کومه نوې موضوع نه ده خو په دې وروستيو وختو کې  دپاکستاني طالبانو دځينو جګپوړو غړو يو فلم خپور شوى دى  چې په هغه کې يوځل بيايې دداعش په نسبت  خپله وفاداري او اتحاد اعلام کړى دى.
دايرنا دخبرله مخې :  په دې فلم کې چې  دداعش په ډلې پورې  اړوند دتيوتر له لارې  خپره شوې ده ، دپاکستاني طالبانو دتحريک دډلې  پخوانى وياند شاهدالله شاهد دطالبانو دډلې له لسګونو تنو نورو پوځي مليشو سره ليدل کيږي  چې له داعش سره  خپله وفاداري  اوپيوستون اعلاموي .
شاهدالله شاهد د روان کال  دتلې دمياشتې په وروستيو وختو کې هم  ديو صوتي پيغام په خپرولو سره په ډاګه  اعلام کړى و  چې زه  دداعش دډلې له مشر ابوبکر البغدادي سره ايتلاف اعلاموم اوله دې وروسته دهغه  دټولو لارښوونو پيروي کوم.
ده زياته کړه  دغه ايتلاف له داعش سره  دپاکستان دټولو طالبانو ترمنځ ايتلاف نه دى  بلکې يوازې له داعش سره زما او دطالبانو  دپنځو تنو جګپوړو غړو ايتلاف دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته