کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دداعشيانو دډلې ٣٠ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٣٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت د هسکې مينې ، خوياڼيو او دنازيانو دولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې ، په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي
دغه ډيپوګانې چې د کوټ اوهسکې مينې په ولسواليو کې د ډار اچوونکو په پټنځيو کې ساتل کيدې له هغو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو د دغو ډيپوکانو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_ج_ اکرم