نړۍ

دداعش دډلې ١٣٠ تنه غړي په عراق کې ووژل شول

–  بغداد عراق نيوز  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
دالانبار په  ولايت کې  دداعش دډلې په سنګرونو دعراقي  وګړنيو ځواکونو او اردو دبريدونو په نتيجه کې  دداعش دډلې   ١٣٠ تنه  غړي ووژل شول .
دالعهد دخبري شبکې  دخبرله مخې :   دعرا ق اردو او دوګړنيو اودقومي  داوطلبو ځواکونو دالانبار ولايت  د داعش دډلې  له شتون څخه پاک کړى  او دهغوى سل تنه يې وژلي  دي .
يوه امنيتي مامور پرون  ددغه ټکي په اعلامولو سره وويل :  ددغه بريد په
بهېرکې  دداعش دډلې له خوا  ١٥٠ تنه ښخ کړاى شوي بمونه شنډ  او يوشمېر  جنګي وسايل له منځه يوړول شول .
له بله پلوه  دعراق اردو  او  وګړنيو ځواکونو  دالانبار ولايت  دالارمادي او دالفلوجې په ښارونو کې  دداعش دډلې  شل تنه غړي  ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته