امنیت

دداعش دډلې شپږ تنه غړي په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
دداعش دډلې شپږ تنه غړي  تيره شپه  دننګرهار ولايت  دپچير اواګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې دداعش دډلې  دغه شپږ تنه غړي  دائتلاف دځواکونو  په هغو هوايي عملياتو کې  ووژل شول  چې  دپچير او اګام ولسوالۍ  دتورې بورې دالف خيلو په ساحه کې  ترسره شول .
ده زياته کړه چې ددښمن  يوه اندازه  درانده اوسپکه وسله هم  په دې بريد کې  له منځه يوړل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته