امنیت

دداعش دډلې دوه مرکزونه دړې وړې شول .

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
دداعش دډلې  دوه ستر مرکزونه  دهيواد دپوځيانو له خوا ونيول شو او دړې وړې شول .
دغه مرکزونه داچين  او دخوږياڼيو په ولسواليو کې  موقعيت درلود . درارسيدلو خبرونوله مخې ، دملي امنيت  ځواکونو تيره شپه  په دغو مرکزونو بريدونه وکړل  او  ددغو مرکزونو له نيولو وروسته  له ټولو جنګي وسايلو سره يې  دړې وړې کړل .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونوکې پوځيان  بريالي شوي دي چې دداعش دډلې دوه ستر مرکزونه  ونيسي  او له منځه يوسي .
ده وويل په دغو بريدونوکې يوولس تنه دار اچوونکي هم وژل شوي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته