کابل باختر د چنګاښ لسمه :
ددداعش دډلې اووه تنه قوماندانان په جوزجان ولايت کې دنويو هوايي بريدونو له امله ووژل شول . په دغو داعشيانو نن سهار په درزاب ولسوالۍ کې ددوى په پټنځيو کې بريدونه وشول .
په جوزجان ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې دداعش دډلې داوو تنو قوماندانانو په ګډون لس تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو داعشيانو ددوى په پټنځيو کې کله چې ديولړ ډار اچوونکي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و ،بريدونه وشول .
له بلې خوا خبر ورکړشوى دى چې شپږ تنه داعشيان په داسې حال کې چې په يوه موټر سپاره و ، په جوزجان کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شول
ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
سيمه ئيز مقامات وايي چې په جوزجان کې دداعشيانو په سنګرونو وروستيو مرګانيو بريدونو په دغه ولايت کې ددغې ډلې په نوي جوړ شوي مرکز جدي ګوزار شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل