دداعش دډلي نهه تنه غړي ووژل شول

دمشق فرانسپرس   باختردلړم دمياشتې ٧ :
دداعش  دډلې نهه تنه  غړي دسوريې دکوباني ښار په ختيځ کې دکردانو دوګړني ملاتړ دقطعاتوپه کمين کي ووژل شول.
دايرنا خبري اژانس  دفرانسي دخبري آ ژانس له خولې  خبر راکړ .
دغه بريد چې  د داعش دډلې  د څه ناڅه لسو تنو دوژل کيدو سبب شو  هغه وخت وشو څو ورځې  کيږي  چې دښا ر په د ننه کې ددواړو لورو موقعيت دومره نه دي بدل شوي او  دداعش دډلي  ضد ايتلاف   بريدونو هم  ونه کړاي شول  چې ديادوني  وړ کار ترسره کړي.
دداعش ډلي پرون  له ترکيې سره  دکوباني ښار په سرحدي ترمينل بريد وکړ  خو وګړنيو ځواکونو دغه بريد په شا وتمباوه .
تروريستان په دي لټه کي دي چې ددغه ترمينل په نيولو سره  ، دکوباني ښار کلابند کړي  او ددغه ښار خلکو ته دلوژستيکي  او دمرستي دموادو درسيد و او دغه راز ددرملي لپاره  له کوباني ښار څخه بهر ته  دټپيانو  دليږدوني مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته