دداعش دتروريستي ډلې يو قوماندان ووژل شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٣ نيټه :                                                                      دسيلاب _ ٢ عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.                                               دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې
دکونړولايت په مربوطاتو کې  دهوايي بريدونو په نتيجه کې دداعش دتروريستي
ډلې يو قوماندان وژل شوى دى.
د٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې پلې لوا ځواکونو  دملي امنيت ،
ملي پوليسو  دځواکونوپه  ګډون او همغږۍ  دښه امنيت دتامينولو او دښيې  حکومتوالۍ په مقصد دکونړ ولايت دخاص کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دڅلورم نمبر سيلاب _ ٢ عملياتوپه  نامه چاڼيز عمليات پيل کړل   چې دغه عمليات په برياليتوب سره په پاى ته رسيدلي دي.
دغه راز دايتلاف ځواکونو  دبې پيلوټه الوتکو له خواپرون دکونړ ولايت دڅوکۍ ولسوالۍ  دسيري په ساحه کې  دداعش دتروريستي ډلې  په پټننځيو بريدونه ترسره شول چې دعبدالخالق په نامه ددغې ډلې  يو قوماندان وژل شوى دى .
ددغو عملياتو او هوايي بريدونو په بهيرکې امنيتي او دفاعي  ځواکونو او ملکي وګړو ته دسر زيان نه دى اوښتى.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته