کيف /دلړم ٢٥مه / باختر :ګ
داوکراين امنيتي ځواکونودجمعې په ورځ اعلام وکړچې دداعش دډلې يو جګپوړي پوځي قوماندان باره شيشاني يې نيولى دى .
امريکا دغه سړى دداعش ددفاع دوزير دمرستيال په توګه پېژني .
باختراژانس داوکرايني رسنيوله خولې خبرراکړ ، دغه سړى دداعش دجګپوړي پوځي اومشهور قوماندان په عمر چيچيني مشهور دابو عمر شيشاني مرستيال دى ، چې په ٢٠١٦ کال کې ووژل شو .
باره شيشاني دګرجستان تبعه او اصلي نوم يې سزار توخوساشويلي دى . دعمر شيشاني له وژل کېدو وروسته په جعلي پاسپورت سره لومړى ترکيې ته تللى و ، او وروسته اوکراين ته راغلى و .
هغه له اوکراين څخه په بېلابېلو سيمو کې دداعش دپوځي عملياتو مشري کوله ، داوکراين امنيتي ځواکونودجزيياتو له وړاندې کولو پرته اعلام وکړ چې دغه سړى په کيف کې خپله استوګنځي ته څېرمه ونيول شو .
دغه عمليات دګرجستان دامنيتي ځواکونو او دامريکا دمرکزي اطلاعاتودادارې سي اى اى په ګډون ترسره شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل