دداعش اته تنه غړي په ننګرهار کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
دداعش دتروريستي ډلې اته تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو  پرون ناوخته دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ بازارته څيرمه کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دناټو د بې پيلوټه الوتکو له خوا بريد وشو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش دتروريستي ډلې اته تنه غړي وژل شوي دي.
ويل کيږي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتي  .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دوه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې دداعش په ډلې پورې له اړوندو کسانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ عمومي سړک ته څيرمه ونښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته