کابل باختردزمري دمياشتي ١٦ :
په روان کال کې دتيرکال په پرتله په سرپل ولايت کې دخټکيو دمچانو ناروغي کمه شوې ده .
دسرپل ولايت دکرنې او اوبولګولو درياست دبوټو دساتنې مدير محمدامين باختراژانس ته وويل بزګرانو ته دسيمينارونو جوړول ، دمچانوضد درملو ويش اوپه سمه توګه ددرملو شيندل دناروغي دمخنيوي اوکمښت سبب شوي دي .
دغه راز هغه بله لاره چې دخټکيودحاصلاتو دزياتوالي سبب شوې ده دخټکيو سم انډي کول دي چې دصياد ولسوالۍ بزګرانو يې تجربه کړې ده .
دسرپل ولايت دصيادولسوالۍ داسياآباد دکلي يو بزګر رازمحمد تيرکال دخټکيو مچانو بزګرانو ته زيات زيان اړولى دى اودخټکيو په سلوکې پنځوس حاصلات له منځه وړي دي .
ده وويل سږکال دآبي خټکيو حاصلات زيات دي اوموږ خوښ يو اوللمي خټکي به هم ښه حاصل ورکړي.