امنیت

دخوست دټني ولسوالۍ دپوليسو قوماندانۍ ته دنويو تاسيساتو دجوړولو دکارپيل

کابل باختردثور لومړي نيټه :

دخوست ولايت دتڼي ولسوالۍ دپوليسو دقوماندانۍ دنويو پوځي تاسيساتو دجوړولو کار پيل شو.

دغه تاسيسات دپنځه جريبه ځمکې په ساحه کې دناټودځواکونو له خوا جوړيږي  . په دغو تاسيساتو کې څلرويشت  اداري خونې ، دپوليسو تعليمي مرکز ، عملياتي څانګه، دمخابري څانګه ، ورزشي ډګر  دپوځي اوداستوګنې نورې اړتياوي په پام کې نيول شوي دي .

درارسيدلو خبرونو له مخې، ناټو ددغو تاسيساتو  دجوړولو لپاره ميلونونه افغانۍ لګښت په پام کې نيولى دى .

دخوست والي عبدالجبارنعيمي  باختراژانس ته وويل چې ددغه شان نويو پوځي تاسيساتو جوړول دامنيت په تامينولو او دتروريزم پرخلاف اغيزمنه مبارزه کې له امنيتي ځواکونو سره ښه مرسته کوي.

دغه تاسيسات به په اتو مياشتو کې جوړشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته