اقتصاد

دخلکو په همکارۍ په افغانستان کې د تاپي دپروژې د سروي کوونکى کمپنۍ دمسوول ټينګار .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
په افغانستان کې دتاپي دپروژې  د سروې کوونکي کمپنۍ  مسوول  دلمر اسپير، نن  له غرمې مخکې  دهرات  دولايتي شورا له رييس  او غړو سره وکتل
دهرات دولايتي شورا رييس دتاپي پروژې له مسوولينو سره  دخلکو داستازو په همکارۍ باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  دغه پروژه  دهيلو ډکه ده  او کولى شي  هېوادوالو ته  دکار زمينه برابره کړي چې په پاى کې به دهېواد داقتصادي ودې  سبب شي . اوبايد  په ټولو  کارګري چاروهم دامنيت په برخه کې او هم  په اقتصادي برخه کې بايد  دسيمې دخلکو له ځواک څخه استفاده وشي .
  وروسته ښاغلي  اسپير دتاپي پروژې  دسروې په چارو او دکار په پرمخ بيولو کې دخپلې اړوندې کمپنۍ درول په باب  خبرې وکړې او ويې ويل  دتاپي پروژې کار دافغانستان دخلکو له همکارى پرته  امکان نه لري .
دده د څرګندونوله مخې ،  دتاپي پروژې په پيلولو سره به په ټول هېواد کې  پنځه ويشتو زرو تنو ته  دکار زمينه برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته